Asset 1SWN

پر پاکستان د هند برید ته غبرګونونه؛ ټرمپ شرموونکی بللی

3104

د پاکستان پر بېلابېلو سیمو د هند هوايي برید ته د نړیوالو غبرګونونو په لړ کې د امریکا ولسمشر دغه برید شرموونکی بللی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هند برید خواشینونکی او له شرم ډک یاد کړی او هیله‌ یې ښودلې چې دواړه لوري دې بریدونه ودروي.

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش بیا له دواړو ګاونډیو هېوادونو غوښتنه کړې چې له زغم کار واخلي. د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک د نوموړي له قوله ویلي: «نړۍ د هند او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا توان نه‌لري.»

پر پاکستان د هند د هوايي برید په اړه د غبرګونونو پر دوام هند کې د اسراییل سفیر ریوون ازار په خپل ایکس‌پاڼه لیکلي چې تل‌ابیب د هند د دفاع د حق ملاتړ کوي. هغه  لیکلي: «ترهګر باید پوه شي چې د پټیدو لپاره هېڅ ځای نه‌لري.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا روسیې د هند او پاکستان ترمنځ د پوځي شخړې د زیاتېدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او له نوې ډیلي او اسلام‌اباد یې غوښتني چې زغم ولري.

د روسیې د بهرنیوچارو وزارت د هند او پاکستان ترمنځ د پوځي تاوتریخوالي په اړه په یوه خپره شوې اعلامیه کې د ترهګرۍ ټول ډولونه غندي دي.

چین پر پاکستان د هند د هوايي برید په اړه خواشیني څرګنده کړې او له دواړو هېوادونو یې غوښتي چې له داسې کړنو ډډه وکړي چې په وینا یې، وضعیت لاپېچلی کړي.

د پاکستان پوځ وايي چې د هند په هوايي بریدونو کې تر دې مهاله ۲۶ کسان وژل شوي او لګسونه نور ټپیان دي.

د هند لومړي وزیر له برید وروسته نن د لومړي ځل لپاره په یوې ناسته کې د برید له کبله خپل پوځ ستایلی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام