Asset 1SWN

شهباز شریف: د هند توغندیز برید ته به سخت ځواب ورکړو

شهباز شریف

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د هند له لوري توغندیز برید ته سخت غبرګون ښوولی او ویلي، د پاکستان پوځ او ولس پوهیږي چې دښمن سره څه ډول چلند وکړي.

هغه زیاته کړې چې هیڅکله به اجازه ور نه کړي چې دښمن خپلو شومو موخو ته ورسیږي.

دې سره، د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کړې چې تېره شپه د دې هېواد هوايي دفاعي سیستم د هند پنځه جنګي جیټ‌الوتکې را نسکورې کړي او ځواکونو یې څو هندي پوځیان نیولي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هند حکومت تر اوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

د شهباز شریف او خواجه محمد اصف دغه څرګندونې داسې مهال دي چې هند تېره شپه او نن سهار وختي پر پاکستان توغندیز بریدونه کړي او ګڼ شمېر پاکستانیانو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام