د هند کرېکټ غوره لیګ یا ایپياېل کې نن د افغان لوبغاړو په ګډون، ګجرات ټایټنز له ممبی انډیینز سره سیالي کوي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام د افغانستان پر وخت ۶:۳۰ بجې د هند د ممبی په «وانکېډه کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.
افغان لوبغاړی راشدخان له ګجرات ټایټنز او مجیبالرحمن هم له ممبی انډیینز سره لوبېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ممبی انډیینز د سیالیو جدول په درېیم او ګجرات ټایټنز بیا څلورم ځای لري. د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو لوبو کې ګجرات څلور ځلې او ممبی بیا یوازې یوه بریا خپله کړې ده.
ممبی له کړیو ۱۱ لوبو ۷ ګټلي او ګجرات هم له لسو سیالیو ۷ لوبې ګټلې دي.
د یادو سیالیو په لړ کې بېګاه شپه د ډیلي او سنرایزرز حیدراباد ترمنځ لوبه د باران له امله بېپایلې اعلان شوه.