د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي چې د چین دونګفنګ اډي موټورز شرکت په افغانستان کې د موټرو تولید برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
یاد وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه شرکت مسوولانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له چارواکو سره د لیدنې پرمهال دې برخه کې د ۵۰ میلیونه ډالرو پانګونې ژمنه کړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د چین دغه شرکت به د درې نیمو کلونو په ترڅ کې په څلور فازونو کې د موټرو تولید برخې لپاره ۵۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي.
دغه شرکت به په افغانستان کې د کال ۲۰۰۰ موټر تولیدوي.
د چین د موټر جوړولو شرکت دونګفنګ ادي موتورز چارواکو سره د لیدنې پرمهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو افغانستان د پانګونې لپاره خوندي او ډاډمن ځای بللی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغه وزارت د صنعت او تجارت چارو معین احمدالله زاهد چینايي شرکت ته ډاډ ورکړی چې له ټولو پانګهوالو سره یو شان چلند کېږي او دوی یې، ملاتړ ته ژمن دي.
د چیني شرکت د مسوولانو د معلوماتو له مخې، د یادې کارخونې په جوړېدو سره به افغانستان کې له ۵۰۰ تر ۷۰۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي.
دونګفنګ ادي موټورز به افغانستان کې کوچني، باروړونکي، امبولانس او بس موټر جوړ کړي او افغانان کولای شي، په قسط یې، وپلوري.