Asset 1SWN

ګوتریش: د هند او پاکستان شخړه پوځي حل‌‌لار نه‌لري

ګوترش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش وایي چې د هند او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ د وروستیو کلونو پرتله تر ټولو جدي او خطرناک پړاو ته رسېدلی.

هغه ټینګار کړی: «په ځانګړې توګه په دې حساسو شېبو کې، دا اړینه ده چې هند او پاکستان له داسې نظامي تقابل ډډه وکړي چې په اسانۍ سره له کنټروله وځي.»

ګوتریش زیاته کړې چې یاده شخړه پوځي حل لاره نه لري.

ګوتریش پر ایکسپاڼه د کشمیر وروستی برید غندلی چې ۲۶ سېلانیان په کې ووژل شول.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د یادونې ده چې تېره اپرېل میاشت کې د کشمیر «پهلګام» سیمه کې پر سیلانیانو تر وسله‌وال برید وروسته هند وویل چې دغه برید پاکستان کړی.

سره له دې چې پاکستان دغه برید کې لاس لرل رد کړي، خو له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا ډېره شوه.

دغه موده کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوله ساتو ځواکونو یو پر بل ډزې هم کړي او له پاکستانه پر هر ډول مستقیمو او غیر مستقیمو وارداتو بندیز لګولی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام