Asset 1SWN

زابل کې د «ملي تولیداتو لومړنی نندارتون» پرانېستل شو

1000143073

د افغانستان د ملي تولیداتو د پراختیا او بازارموندنې په موخه، زابل کې د لومړي ځل لپاره نندارتون جوړ شوی دی.

د نندارتون چارو سمبالوونکی تسل خان وايي، دغه ملي نندارتون به د روانې غويي میاشتې تر ۱۸مې دوام وکړي. د نوموړي په وینا، په دې نندارتون کې ۴۲ خصوصي شرکتونو ګډون کړی دی.

هغه وویل: «د افغانستان د داخلي تولیداتو د پراختیا او بازارموندنې لپاره ملي نندارتونونه په لاره اچول کېږي. زابل مرکز کلات ښار کي دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د ملي تولیداتو لپاره نندارتون پر لار اچول شوی دی. دا ملي نندارتون د ۱۵ له ثور څخه تر ۱۸ د ثور دوام وکړي، پدې ملي نندار کې ۴۲ شرکتونه ګډون لري او د زابل وچه مېوې او لاسي صنعیې هم  نندارې ته کېښودل شوي دي.»

د زابل د صنعت او تجارت رییس مولوي نذیراحمد حمزه دا نندارتون د زابل اوسېدونکي لپاره یو حیاتي فرصت ګڼي: «دغه ډول نندارتونونه د داخلي تولیداتو د بازار موندنې لپاره غوره زمینه برابروي. موږ هیله لرو چې د زابل لاسي صنایع او نور تولیدات ښه بازار پیدا کړي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د زابل مرستیال والي مولوي محیب‌الله حماس وايي، د ولایت مقام هڅه کوي دا ډول پروګرامونه داسې طرحه کړي چې ولس او خصوصي تجارانو ته عملي ګټه ورسوي. نوموړی ډاډ ورکوي چې ولایت مقام به له ورته پروګرامونو بشپړ ملاتړ وکړي.

هغه وویل: «موږ هڅه کوو چي دا ډول نندارتونونه دا ډول طرحه کړو چي ولس او تجارانو ته یې ګټه ورسیږي. د ولایت مقام ډاډ ورکوي چي د داسي پرګرامونه پوره ملاتړ کوي.»

د زابل اوسېدونکي هم د نندارتون له جوړېدو خوښ دي. محمدنبي جان  وایي: «دا نندارتون زموږ لپاره یو خوب وو، خو اوس دا دی حقیقت شو.»

د یاد ولایت یوه بل اوسېدونکي مومن خان وايي: پخوا به زموږ تولیدات د نورو ولایتونو په نوم خرڅېدل، خو اوس به موږ خپل نوم او بازار ولرو.»

په زابل کې د داخلي تولیداتو لومړنی نندارتون نه یوازې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنايعو د معرفي کولو هڅه ده، د اقتصادي ودې او ځان‌بساینې پر لور یو عملي ګام هم ګڼل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام