د مالدیف ۴۶کلن ولسمشر محمد مویزو د یوه ولسمشر له لوري د اوږد خبري کنفرانس ریکارډ جوړ کړی دی.
نوموړي د ۱۵ ساعتونو لپاره د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ورکړی دی. د محمدمویزو دفتر اعلان کړی چې هغه د «سهار له ۱۰ بجو خبري کنفرانس پیل کړی او د لمانځه له وقفې سره یې، ۱۴ ساعته او ۵۴ دقیقې» دوام ورکړ.
د مالدیف د ولسمشر دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي: «دې کنفرانس د شپې تر ناوخته دوام درلود، څو د یوه ولسمشر له لوري نوی ریکارډ ثبت شي؛ ولسمشر په دې خبري ناسته کې په دوامداره توګه د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
له دې وړاندې د یوه ولسمشر له لوري تر ټولو د اوږد خبري کنفرانس ریکارډ د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو او د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي وو.
د مالدیف ولسمشر دغه خبري کنفرانس د «مطبوعاتي ازادۍ ورځې» په مناسبت جوړ کړی و. مالدیف د نړۍ د مطبوعاتو د ازادۍ په نوملړ کې د ۱۸۰ هېوادو له ډلې ۱۰۴ ځای لري. ولسمشر ژمنه کړې چې دغه هېواد به د مطبوعاتو ازادۍ په نوملړ کې نور هم پورته بوځي.