Asset 1SWN

بلوچستان کې وسله‌والو پنځه پولیس تښتولي

pakistan-army-1

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې وسله‌والو د برید پرمهال پنځه پولیس له ځان سره تښتولي او د بندیانو خوشې‌کولو ترڅنګ یې، ګڼې‌ دولتي ودانۍ هم سوځولي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، په دې برید کې وسله‌والو پنځه پولیس له ځان سره بیولي او لس بندیان یې هم ازاد کړي دي.

پېښه د بلوچستان د کلات ولسوالي په منګوچر سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې وسله‌والو دې سیمه کې پر یوه زندان برید وکړ.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


رسنیو د خپلو امنیتي سرچینو له قوله ویلي چې شاوخوا ۱۲ وسله‌والو د کوټې-کراچي لاره هم تړل وه. له دې وړاندې دغلته وسله‌والو د نشنل بانک، نادرا دفتر او نورو ودانیو ته هم اور اچولی دی.

د یاد برید مسوولیت بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې پر غاړه اخیستی دی. یادې ډلې له برید وروسته په یوې خبرپاڼه کې د تښتول شویو پولیسو انځورونه خپاره کړي او د پاکستان پوځ ته یې، د درنې مرګ‌ژوبلې د اړولې ادعا هم کړې.

د پاکستان پوځ بیا تراوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام