Asset 1SWN

اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور ایران یو کس اعدام کړ

Iranian officials prepare the noose for the execution of Balal, who killed fellow Iranian youth Abdolah Hosseinzadeh in a street fight with a knife in 2007, during his execution ceremony in the northern city of Noor on April 15, 2014. Samereh Alinejad, the mother of  Abdolah Hosseinzadeh, spared the life of Balal, her son's convicted murderer, with an emotional slap in the face as he awaited execution prior to removing the noose around his neck with the help of her husband. AFP PHOTO/ARASH KHAMOOSHI/ISNA        (Photo credit should read ARASH KHAMOOSHI/AFP via Getty Images)

د ایران حکومت د محسن لنګرنشین په نوم یو کس چې اسراییلو ته په جاسوسۍ او ترهګرو اقداماتو کې د همکارۍ په تور نیول شوی و، نن چهارشنبه، اپرېل ۳۰مه اعدام کړی دی.

د ایران د قضایه قوې رسنیز مرکز په یوه راپور کې ویلي چې محسن لنګرنشین له ۱۳۹۹ کال راهیسې د اسراییلو استخباراتي سرویس «موساد» سره همکاري کوله او ایران کې یې، بېلابېل ماموریتونه کړي دي.

په راپور کې ویل شوي چې دغه کس د خپلو فعالیتونو په لړ  کې د ایران دفاع وزارت اړوند پر یوه صنعتي مرکز برید ته تجهیزات برابر کړي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د راپور پربنسټ، لنګرنشین به د اسراییلو له استخباراتي ادارې څخه په ایران کې د وران‌کارو فعالیتونو لپاره پیسې لېږدولې او ترڅنګ یې، دغه هېواد کې به یې، کورونه اجاره کول او د پوځي چارواکو په ترور کې یې، هم لاس درلود.

ایران همداراز وايي چې اعدام شوي کس په نیپال او ګرجستان کې د اسراییلو د موساد ادارې له افسرانو سره هم لیدلي او په ایران دننه یې، ترې د ماموریت ترسره کولو لپاره لارښوونې هم ترلاسه کړې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام