Asset 1SWN

لوګر کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال پیل شوې سیالي پای‌ ته ورسېدې

c896eba0-0729-4399-9bc2-82c963188992

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د المپیک عمومي کمېټې په همکارۍ پل‌علم ښار کې د ولایت په کچه د لس غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال درې ورځنۍ سیالي پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د بدنې روزنې او ورزش امریت امر انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، د دغه سیالیو پای‌لوبې ته شاهین او کلنګار لوبډلو لاره موندله وه چې شاهین لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته ماته ورکړي او بریا خپله کړي.

نوموړي زیاته کړه، د فوټبال یادو سیالیو له جوړېدو څخه موخه د ولایت په کچه فوټبال ورزش ته پراختیا ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ تجربو شریکول او د فوټبال غوره لوبغاړو پېژندل وو.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وویل، هڅه کوي لوګر کې د ولایتونو په کچه د فوټبال ورته سیالۍ جوړې کړي. د جوړو شویو سیالیو یوه لوبغاړي صدیق‌الله سلام‌وطندار ته وویل، دا ډول سیالي کولای شي چې د ورزش کارانو د ظرفیت کچه لوړه کړي.

نوموړي د المپیک عمومي کمېټې پر مسوولانو غږ وکړ چې لوګر کې د فوټبال ورزشکارانو ته د ظرفیت لوړونې سربېره او وسایلو برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

هېره دې نه وي چې تېره اوونۍ هم د لوګر په کوربتوب د سوېل‌ختیځ زون پنځه ولایتونو ترمنځ د رزمي لوبو سیالي جوړې شوې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام