د راپورونو پر اساس، امریکا تېره شپه او نن چهارشنبه سهار مهال د یمن پلازمینې صنعا په ګډون په صعده، مأرب، الجوف او البیضاء ښارونو پراخ هوايي بریدونه کړي.
راپورونو کې ویل شوي چې امریکايي جنګي الوتکو ۴۹ ځلې بمبار کړی دی.
دغهراز ویل شوي چې د امریکا ترڅنګ، د برتانیې الوتکو هم د صنعا مختلفو سیمو هوايي بریدونه کړي چې پراخ زیانونه یې اړولي.
د برتانیې د دفاع وزارت په وینا، ځواکونو یې یمن کې د حوثيانو پر وړاندې د امریکا له پوځ سره په ګډو عملیاتو کې برخه اخیستې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادونې ده چې پر یمن د امریکا او برتانیې بریدونو کې د وژل شویو ارقام نه دي رسنیز شوي.
دې سره، الجزیرې خبري شبکې رپوټ ورکړی چې اسراییل پر غزې بریدونو ته دوام ورکړی.
تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسراییل بریدونو کې ۳۸ فلسطینیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي.


