د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین په دویمه نړیواله جګړه کې د شوروي اتحاد او متحدینو د بریا ۸۰ یمې کلیزې په مناسبت اوکراین سره جګړه کې درې ورځنی اوربند اعلان کړ.
رویټرز خبري اژانس نن سهشنبه، اپرېل ۲۹مه په یوه راپور کې ویلي چې دا ۷۲ ساعته اوربند به د راتلونکې مې میاشت له ۸ او ۱۰ پلی شي.
د مې په لسمه به هم پوتین د چین د ولسمشر شي جینپینګ په ګډون د نړیوالو مشرانو کوربه وي او د «نازي جرمني» پر وړاندې د بریا نمانځنې لپاره به جوړېدونکو مراسمو کې ګډون وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
کرملېن د دې اوربند په اړه ویلي: «ټول پوځي اقدامات د دې مودې لپاره ځنډول شوي دي. روسیه باور لري چې اوکراینی اړخ به هم ورته اقدام وکړي.»
د پوتین له لوري د اوربند دغه اعلان د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو تر لیدنې وروسته شوی دی.
سپینه ماڼۍ وايي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د دایمي اوربند غوښتونکي دي.