ډونالډ ټرمپ وايي، د امریکا او ایران ترمنځ مذاکرت ښه روان دي او په وینا یې، ډاډمن دی چې له بمبارۍ پرته به تهران سره هوکړې ته ورسېږي.
ټرمپ یکشنبه، اپرېل ۲۷مه په نیوجرسي کې خبریالانو ته ویلي: «د ایران وضعیت په تړاو فکر کوم چې شرایط ښه روان دي. فکر کوم چې هوکړې ته به ورسېږو. ډاډمن یم چې داسې به وشي، موږ به د بمبارۍ له اړتیا پرته یوې هوکړې ته ورسېږو.»
د ایران او امریکا ترمنځ د مخامخ خبرو درېیم پړاو روانه اونۍ د عمان پلازمېنې مسقط کې پیل شو چې د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، دواړه لوري په ایران کې د یورانیمو د غنيکولو او توغنديو پروګرام پر سر په دې مذاکراتو کې د نظر اختلاف لري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال دواړو لوریو ژمنه کړې چې د مذاکراتو راتلونکې ناسته به وکړي.
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یکشنبه په اورشلم کې د یوې وینا پرمهال وویل چې د واشنګټن او تهران ترمنځ یوازینۍ د منلو وړ هوکړه به، د ایران د اټومي پروګرام په بشپړ ډول لهمنځه وړل وي.