د اسراییلو پوځ وايي چې یمن کې د حوثي ډلې د دوی پر شمالي سیمو کمساري پراخ توغندیز بریدونه کړي دي.
حوثي ډلې په دې بریدونو کې د اسراییلو شمالي سیمې په بالېستیک توغندیو وېشتلې دي.
له هغه وخته راهیسې چې په ۲۰۲۳ کال کې اسراییلو پر غزې خپل برید پیل ک، حوثیانو په پرلهپسې توګه پر اسراییلو توغندیز او ډرون بریدونه کوي. دوی وايي، تر هغو به دغه بریدونه روان وي چې اسراییلو په غزه کې روانه جګړه نهوي درولي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال اسراییلو بیا یمن کې د حوثیانو لهمنځه وړو لپاره د یاد هېواد پر بېلابېلو سیمو له هغې ډلې پر پلازمېنې صنعا هم بریدونه کړي دي.
ترڅنګ یې، امریکا هم له هغه وخت راهیسې چې ټرمپ واک ته رسېدلی، یمن کې د حوثیانو پر مرکزونو لسګونه بریدونه کړي دي.
په دې بریدونو کې تر ډېره ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.