Asset 1SWN

ډونالډ ټرمپ: پاپ فرانسېس پر نړۍ مین او ښه انسان و

2S35Y0F Washington, United States. 08th Jan, 2025. President-Elect Donald Trump gives remarks after meeting with Senate Republicans in the Ohio Clock Corridor of the Capitol Building in Washington DC, on Wednesday, January 8, 2025. (Photo by Aaron Schwartz/Sipa USA) Credit: Sipa US/Alamy Live News

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسېس پر مړینه خواشیني ښودلې او هغه یې، پر نړۍ مین او ښه انسان یاد کړی دی.

ټرمپ همداراز اعلان کړی چې فرانسېس ته د درناوي په پار به د امریکا بیرغ نیم‌ځوړن وي.

نوموړي ویلي: «د یوه اجرايي فرمان په صادرولو مې امر وکړ چې زموږ بیرغ څه فدرالي او ایالتي، پاپ فرانسېس ته د درناوي لپاره نیم ځوړ راوځړول شي. هغه ښه انسان و. سخت کار یې، کاوه، پر نړۍ مین و او د دې کار ترسره کولو د ویاړ ځای دی.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته مهال ټرمپ پر خپله ټولنیزه رسنۍ  «ټروټ سوشال» هم اعلان کړی چې له خپلې مېرمنې سره یوځای به اېټالیا کې د پاپ فرانسېس د خاورو سپارلو په مراسمو کې ګډون وکړي.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسېس تېره ورځ د ۸۸ کلونو په عمر ومړ. هغه له نږدې ۱۲ کلونو راهیسې د نړۍ د کاتولیکانو مشري پر غاړه درلوده او دې موده کې له بېلابېلو ناروغیو سره لاس او ګرېوان و.

واتیکان وايي چې پاپ فرانسېس د مغزي سکتې له امله مړ شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام