د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره لیدنه کې ویلي، هېواد یې د پرمختللي او خپلواک افغانستان ملاتړ کوي.
اقتصادي معاونیت یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي ژومانګارین په خبره ویل شوي چې قزاقستان د تورغونډۍ ـ هرات ـ سپینبولدک اوسپنې پټلۍ پروژې، د تورغونډۍ – هرات فاز د عملي چارو د پيل لپاره د ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګونې ته چمتو دی.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال زیاته کړه، د یادې پروژې ترڅنګ د انټرنیټ لین غځولو پروژې ته هم چمتووالی لري چې له مخې به یې په ارزانه بیه افغانستان ته انټرنیټ ورکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ژومانګارین په وینا، قزاقستاني پانګوال افغانستان کې مختلفو برخو په ځانګړي ډول د کانونو، نفت او ګازو کې پانګونې ته چمتوالی لري او دې برخه کې یې تخنیکي ټیمونه کابل ته راغلي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د اوسپنې پټلۍ یاده پروژه کې د قزاقستان له لوري د ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګونې او لوجستیکي او ترانسپورټي شرکت له جوړولو او مختلفو برخو کې د قزاقستاني پانګوالو د پانګونې لپاره د چمتووالي هرکلی وکړ.
د یاودنې ده چې دغه قزاقستاني پلاوی د افغان ـ قزاق ګډ نندارتون کې د ګډون لپاره نن دوشنبه کابل ته ورسېده.