د هند کرېکټ غوره لیګ یا ایپياېل کې نن دوشنبه، اپرېل ۲۱مه د افغان لوبغاړو په ګډون ګجرات ټایټنز له کلکته نایټرایډرز سره سیالي وکړي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن د افغانستان پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې د هند د کلکتې په «اېډن ګارډنز کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.
ګجرات کې افغان ستوری راشدخان او کریم جنت هم لوبېږي چې دا مهال د روان لیګ د سیالیو جدول په لومړي ځای کې دي. یادې لوبډلې له کړیو اوو سیالیو څخه پنځه ګټلي او دوه یې، بایللې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا کلکته نایټرایډرز لوبډله چې د جدول په اووم ځای کې شتون لري، بل افغان لوبغاړی رحمنالله ګربز هم پهکې لوبېږي، خو تراوسه ورته روان لیګ د لوبېدو چانس نهدی ورکړل شوی.
دا روان لیګ کې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړی لوبه ده چې کېږي.
له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو درېوو لوبو کې ګجرات دوه او کلکتې یو ځل بریاوې خپلې کړې دي.