د حماس ډلې اعلان کړی چې د اسراییلو وروستي برید د اسراییل-امریکايي د برمته شوي کس له ساتونکې ډلې سره د دوی اړیکه پرې کړې ده.
د حماس ډلې پوځي برخې ویاند ابوعبیده په یوه بیان کې ویلي: «زموږ د سرتېرو پر ځای مستقیم برید شوی او موږ هڅه کوو چې له دوی سره اړیکه ټینګه کړو.»
دغه څرګندونې د حماس ډلې د هغو سرتېرو په تړاو ویل شوي چې غزه کې یې، د ۲۱کلن اسراییلي- امریکايي سرتېري اډن الکساندر د ساتنې مسوولیت یې درلود.
حماس څو ورځې وړاندې د یاد سرتیري یوه ویډیو هم خپره کړې وه. ویل کېږي چې ادن الکساندر وروستی امریکايي وګړی دی چې غزه کې بندي دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
حماس تراوسه په غزه کې هغه ځای نهدی په ډاګه کړی چې یاد اسراییل-امریکايي سرتېری پهکې ساتل کېده او د اسراییلو له لوري پرې برید شوی.
اسراییلو تراوسه د حماس ډلې د یادو څرګندونو په تړاو څه نهدی ویلي.
د حماس له دې څرګندونو سره هممهاله د اسراییلو مشران په کور دننه تر سخت فشار لاندې دي، څو جګړه ودروي او د برمته شویو د ازادېدو لپاره له یادې ډلې سره اوربند ته غاړه کېږدي.