Asset 1SWN

د زعفرانو ټولنه: د هرات ۹۶سلنه زعفران بهر ته صادریږي

زعفران

هرات ولایت کې د افغانستان د زعفرانو ټولنې مسوولان وايي، د دغه ولایت ۹۶ سلنه تولید شوي زعفران له هېواده بهر نړیوالو بازارونو ته صادریږي.

د دغې ټولنې مرستیال سید عبدالواحد سادات وویل، دامهال د هېواد بازارونو کې د یو کیلوګرام زعفران بیه ۱۱۰۰۰۰ افغانیو ته رسیږي.

د هغه په وینا، دې وروستیو کلونو کې د زعفرانو بیې لوړېدل لامل شوي چې د هرات ډېری کروندګر د زعفرانو کښت ته مخه کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته وخت کې د هرات د کرنې ریاست د ترویج امر بشیر احمد احمدي وویل، دې وروستي یوه کال کې دغه ولایت کې د زعفرانو د کښت سطحه زر هکتاره ځمکه زیاته شوې ده.

د یادونې ده چې دامهال هرات کې په ۹زره هکتاره ځمکه زعفران کرل شوي دي.

د چارواکو په وینا، دوروستیو کلونو کې ډېرو ښځو د زعفرانو کرلو ته مخه کړې. د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې د زعفرانو د کښت په برخه کې له افغان مېرمنو سره مرسته کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام