د هند کرېکټ غوره لیګ یا ایپياېل کې نن له غرمې وروسته د چینای سوپر کنګز لوبډله له ډیلي کپېټلز سره سیالي وکړي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن «شنبه» له غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې د هند د چینای د چیپک په «اېماې چېډمبارام کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.
ډیلي کپېټلز دا مهال د یاد لیګ د لوبډلو په جدول کې په دوو بریا سره دویم ځای لري. یادې لوبډلې تر دې مهاله دوه لوبې کړي او دواړه یې، ګټلې دي.
چینای سوپر کنګز بیا د جدول اتم ځای کې دی او له کړیو درېوو سیالیو څخه یې، یوازې یوه لوبه ګټلې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په یاده لوبډله کې افغان لوبغاړی نوراحمد هم لوبېږي او تر دې مهاله د توپاچوونکو په ډله کې په نهو وېکټو تر نورو مخکښ دی.
په ورته مهال له ۲۰۲۱کال راهیسې د چینای او ډیلي ترمنځ په ایپياېل لیګ کې په شویو وروستیو پنځو لوبو کې ډیلي یوازې یو ځل چینای ته ماته ورکړې ده.
پاتې څلور لوبې چینای لوبډلې ګټلې دي.
د یاد لیګ په بېګانۍ لوبه کې بیا لکناو سوپر جاینټز لوبډلې ممبی انډیینز ته ماته ورکړه.