Asset 1SWN

پر غزې مرګوني بریدونه؛ نتن‌یاهو: دا یوازې پیل دی

Benjamin-Netanyahu-quydmthjrddd13hhgkew0htwdacd14og3yhomrl2mg

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتن‌یاهو وايي، پر غزې مرګونه بریدونه چې له امله یې، سلګونه کسان ووژل شول، د اسراییلو د تازه بریدونو یوازې پیل دی.

نتن‌یاهو سه‌شنبه، ماښام په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل چې اسراییلي ځواکونه به پر حماس په زیاتېدونکې ځواک بریدونه وکړي او د اوربند راتلونکې خبرې به د ده پر ټکو تر اور لاندې وشي.

هغه وویل: «حماس د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال د اسراییلي ځواکونو وزن احساس کړی او زه تاسو او هغوی ته ډاډ ورکوم چې دا یوازې پیل دی. موږ به جګړې ته دوام ورکوو، څو خپل اهداف ترلاسه کړو، زموږ د برمته شویو ازادېدل، د حماس له‌منځه وړل او دا چې له غزې به نور اسراییلو ته ګواښ نه‌وي.»



سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


پر غزې د اسراییلو تازه بریدونو کې څه باندې ۴۰۴ کسان وژل شوي او ۵۶۰ نور ټپیان دي.

د غزې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې اسراییلو د غزې په خان یونس، رفح، دیارالبلاح او نورو سیمو کې هم مرګوني بریدونه کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام