Asset 1SWN

د اسراییلو بریدونه؛ غزه کې ۱۵ کسان وژل شوي

gaza grisis image

غزه کې د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال د اسراییلو بریدونو له امله ۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

فلسطیني چارواکي وايي، د روان جنورۍ ۱۹مې اوربند سره سره چې په غزه کې یې د پراخې کچې جګړې ودرولې، د اسراییلو بریدونو له امله لسګونه کسان وژل شوي دي.

دغه بریدونه داسې مهال کېږي چې عرب او امریکايي منځګړي غزه کې د دایمي اوربند ټينګښت لپاره پر هلو ځلو بوخت دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اسراییلو پوځ بیا وايي چې د روان اوربند له پیله د دوی ځواکونو ته د وسله‌والو نږدې‌‌کېدو یا بمونو کېښودو مخنیوي لپاره لاس‌ پکار شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت چارواکو په وینا، د غزې په شمال بیت‌لاهیا کې د څلور خبریالانو او نهه فلسطینیانو په ګډون ۱۳ کسان هغه مهال ووژل شول چې د اسراییلو هوايي برید لاندې راغلل.

دوه نور فلسطینیان چې یو یې، ۶۲ کاله عمر درلود، په رفح ښار او غزې ته نږدې زیتوب سیمه کې وژل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام