د میدانوردګ د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست ته د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ودانۍ د جوړېدو چارې پيل شوې.
د دغه ولایت د طبیعي پېښو پرضد مبارزې ریاست ریيس مولوي فیضالله جلالي سلاموطندار ته وویل، دغه ودانۍ په دوه پوړیزه ډول د ۱۳ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د راتلوونکو شپږو میاشتو په موده کې د طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت په مالي لګښت جوړېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه، د یادې ودانۍ له جوړېدو سره به د میدانوردګ د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې ریاست کارکوونکو شته ستونزې هوارې شي او ولس ته به غوره خدمات وړاندې کړي.
هېره دې نه وي چې د میدانوردګ د طبیعي پېښو پر مبارزې وزارت ودانۍ څه موده وړاندې منظور او اوس یې عملي کارونه پیل شوې دي.