سوېليکوریا د امریکا او د دغه هېواد د ګډو پوځي تمریناتو پرمهال شماليکوریا بالېستیک توغندي توغولي دي.
د سوېليکوریا د ګډو ځواکونو لوی درستیز دوشنبه، مارچ لسمه ویلي چې روان کال شماليکوریا د پنځم ځل لپاره له لوېدیځ ساحل څخه سمندر ته څو توغندي توغولي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه توغندي داسې مهال توغول شوي چې امریکا او سوېليکوریا د «ازادۍ ډال» په نوم خپل ګډ کلني پوځي عملیات پیل کړل. ټاکل شوې چې دغه ګډ پوځي تمرینات د روانې مارچ میاشتې تر شلمې نېتې دوام ولري.
پیونګ یانګ دغه ګډ پوځي تمرینات پارونکي بللي او په یوې بیانیه کې یې ویلي چې ورته اقدامات به پوځي نښتې ته لمن ووهي.
د ازادۍ ډال په نوم ګډ پوځي تمرینات د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویمې دورې له پیل راهیسې په لویه کچه لومړي تمرینات دي چې پیلېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
ټرمپ چې د خپلې لومړۍ دورې پرمهال درې ځلې د شماليکوریا له مشر کېمجونګ اون سره لیدلي، د امریکا او شماليکوریا د ډیپلوماسۍ بیاپیل ته یې، لېوالتیا ښودلې ده.