Asset 1SWN

روسیې په کرسک او سوومي کې له اوکراین یوشمېر کلي نیولي

ukraine-war-russia-offensive-1

که څه هم د اوکراین ولسمشر د جګړې پای ته رسولو لپاره د امریکا له استازیو سره د خبرو لپاره چمتووالی ښودلی، روسیه وايي، سومي او کرسک سیمو کې یې، د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

ټاکل شوې چې سبا سه‌شنبه، مارچ یوولسمه، د اوکراین او امریکا استازي د سعودي عربستان په جدي ښار کې د روانې جګړې پای ته رسولو لپاره خبرې پیل کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادو خبرو د پیل په درشل کې د روسیې د دفاع وزارت وايي چې ځواکونو یې د کرسک پولې ته نږدې د سومي په سیمه کې د نووینکي کوچنی کلی نیولی دی.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې ویډیو کې همداراز ویل شوي چې مسکو په کرسک کې د لیبیدیوکا، ملایا لوکنیا، چېرکاسکوی پورچینوی او کُسیتا کلي هم بېرته نیولي دي.

روسیې له ۲۰۲۲کال راهیسې د جګړې پیل پرمهال د سومي ځینې سیمې ونیولې، خو له هغه راهیسې یې، کومه سیمه نه‌وه نیولې.

سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

اوکراین تراوسه د روسیې له‌خوا د نووینکي سیمې د نیولو په اړه څه نه‌دي ویلي. دغه سیمه د اوکرایني ځواکونو د اکمالاتو لپاره تر ټولو مهمه سیمه بلل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام