د اوکراین په بېلابېلو سیمو کې د روسي ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۱۴ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د اوکراین د بېړنیو خدمتونو ادارې نن شنبه، مارچ اتمه ویلي چې روسي ځواکونو د جمعې شپې پرمهال د ختیځ دونتسک په ډوبروپیلیا ښارګوټي برید کړی چې له امله یې، ۱۱ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بېړنیو خدمتونو ادارې زیاته کړې چې په دې بریدونو کې اته، پنځه پوړیزه ودانۍ، یوه اداري ودانۍ او ۳۰ موټرونه هم زیانمن شوي دي.
د خارکیف والي اولیه سینهوبوف پرټېلېګرام لیکلي چې د ختیځ اوکراین په خارکیف کې د بوګودوخیف سیمه کې د روسیې د بېپېلوټه الوتکې له برید وروسته لږترلږه درې کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.
د یادې ادارې په وینا، په اودیسه کې هم د ډرون الوتکې د بریدونو له امله ویجاړۍ رامنځته شوي دي.
دغه بریدونه داسې مهال شوي چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ویلي، له امریکا سره په ګډه کار کوي، څو د سولې هلې ځلې ګړندۍ کړي.