د امریکا بهرنیو چارو وزارت پر اسراییلو د درې میلیارډ ډالرو په ارزښت د بمونو، ویجاړونکو کېټونو او وسلو د احتمالي پلور طرحه تصویب کړه.
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وویل چې پر اسراییلو د وسلو او بمونو پلور لپاره کانګرېس ته خبر ورکړل شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د امریکا کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېتو غړي به د وسلو له پلور وړاندې په دې اړه خپلې ارزونې وکړي.
په دې خرڅلاو کې د ۲۰۰۰ پونډه بمونو لپاره ۳۵،۵۲۹ عمومي هدف لرونکي بمونو پرزې او د جنرال ډاینامکس (GD.N) لخوا جوړ شوي ۴،۰۰۰ پونډه پټنځای ماتونکي او ۲۰۰۰ پونډهلرونکي بمونه شامل دي.
ټاکل شوې چې دغه بمونه به ۲۰۲۶ کال کې اسراییلو ته وسپارل شي.
امریکا له دې وړاندې هم پر اسراییلو درنې وسلې پلورلي او د دغه هېواد له نږدې ملګرو او ملاتړو بلل کېږي.