Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د برف‌کوچ له امله دوه کسان مړه شوي

ffc0c9c7-33aa-4652-b349-dba88b0dcb04

د میدان‌وردګ د طبیعي پېښو پروړاندې مبارزې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکزي بهسودو ولسوالیو کې د برف‌کوچ له امله دوه کسان مړه شوې دي.

د دغه ولایت د طبیعي پېښو پروړاندې مبارزې ریاست رییس مولوي فیض‌الله جلالي سلام‌وطندار ته وویل، دغه پېښه د مرکزي بهسودو ولسوالۍ په «کوه برون حوزه» کې رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد برف کوچ له امله رسول خان او عزیز الله په نوم دوه کسان چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکي مړه شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، د عزیز‌الله په نوم کس مړی موندل شوی او د رسول‌خان په نوم کس مړی تراوسه نه‌دی موندل شوی او هڅې پيل شوې چې د نوموړي جسد هم پیدا شي.

جلالي زیاته کړه، همدا تېره شپه د مرکز میدانښار اړوند په «ابراهیم خېل» سیمه کې د واورې اورښت له امله دوه کورونه نړیدلي دي او یادو کورنیو ته يې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هېره دې نه وي چې په دې ورستیو کې د واورې اورښت، برف کوچونو او سېلابونو له امله د هیواد په ګڼو ولایتونو کې خلکو ته د سر او مال زیانونه اوښتي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام