Asset 1SWN

احمدالشرع: موږ باید هره شېبه د خلکو او هېواد خدمت وکړو

----------------------------۰۰

د سوریې د لنډمهالي حکومت مشر احمدالشرع د یاد هېواد راتلونکې په اړه د «ملي خبرو» په نوم رابلل شوې، یوې ورځنۍ غونډې ته وویل چې سوریې ته تاریخي فرصت په لاس ورغلی او هره شېبه باید خلکو او هېواد ته خدمت وشي.

دغه غونډه چې د سوریې ولسمشرۍ ماڼۍ کې نن سه‌شنبه، فبرورۍ ۲۵مه جوړه شوې، څو د یاد هېواد راتلونکې او شته فرصتونو څخه د استفادې څرنګوالي او خنډونو له‌منځه وړو لپاره خبرې وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

احمدالشرع دې غونډې ته وویل: «سوریې په یوازې توګه خپله ځان ازاد کړی او مناسبه ده چې بېرته خپل ځان جوړ کړي. هغه څه چې نن لرو، یو کم‌ساری او تاریخي فرصت دی، موږ باید د دې فرصت شېبه په شېبې څخه د ملي ګټو او خلکو ته په خدمت کولو کې ترې استفاده وکړو.»

احمدالشرع تېره میاشت د سوریې وسله‌والو ډلو د پوځي قومندانونو له‌خوا د یاد هېواد د لنډمهالي حکومت د مشر په توګه وټاکل شو او ژمنه یې، وکړه چې د سوریې راتلونکې په تړاو خبرو لپاره به غونډه جوړه کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادې غونډې ګډونوال په شپږو ډلو وېشل شوي، څو د سوریې راتلونکي اساسي قانون، د حکومت لېږد، د شخصي ازادیو، دولتي بنسټونو رامنځته کولو، د سوریې راتلونکي اقتصاد او مدني ټولنو څرنګوالي په تړاو بحث وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام