د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو حماس ته خبرداری ورکړی چې د شیري بیباس جسد د نه ورسپارلو له امله به سخته بیه پرې کړي.
د اسراییلو پوځ وايي په هغو څلورو جسدونو کې چې د سره صلیب په مرسته د حماس لهخوا دوی ته سپارل شوي، د شیري بیباس جسد پهکې نشته او جسد د بلې مېرمنې دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نتنیاهو په یوه ویډیويي بیان کې ویلي: «موږ به خپله ټوله هڅه وکړو چې شیري د خپلو ټولو یرغمل شویو کسانو سره ژوندي او مړه، کور ته راستانه کړو او حماس به د تړون د دې ظالمانه او ناوړه سرغړونې بشپړه بیه پرې کړي.»
حماس ۳۳ کلنه شیري، د هغې خاوند یاردن بیباس او د دوی دوه ماشومان اریل او کفیر، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر اوومې د برید پر مهال یرغمل کړي وو.
خو حماس وايي چې شیري بیباس او دوه ماشومان یې، د اسراییلو په یوه برید کې وژل شوي دي.
د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د حکومت د رسنیو د دفتر رییس اسماعیل الثوابتا بیا وايي، داسې ښکاري چې د اسراییلو په هوايي برید کې د ویجاړې شوې ودانۍ لاندې د شیري بیباس د جسد ټوټې، د نورو مړو شویو د جسدونو له ټوټو سره ګډ شوي دي.
هغه په یوه بیان کې وویل: «نتنیاهو په خپله د مستقیم او بېرحمه بمبارۍ امرونه صادر کړل او نوموړی د هغې او د هغې د ماشومانو د وژلو بشپړ مسوول دی.»
حماس ۲۰۲۳کال کې ویلي و چې دغه مېرمن او ماشومان یې، د اسراییلو د بمبارۍ پرمهال وژل شوي دي.