Asset 1SWN

ټرمپ زېلېنستکي ته: ژر اقدام وکړه یا هېواد له لاسه ورکړه

TELEMMGLPICT000211989873_trans_NvBQzQNjv4BqGqFA5B9cotMgsUv15yH94vloW-zARRWYgrvnWtajxdg

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ولودېمیر زېلېنسکي یو دېکتاتور بللی او خبرداری یې ورکړی چې نوموړی باید د سولې ټينګښت لپاره ژر اقدام وکړي او یا هم اوکراین له لاسه ورکړي.

ټرمپ دغه څرګندونې یوه ورځ له هغې کوي چې نوموړي ولودیمیر زېلېنسکي پر اوکراین د روسیې د برید او روانې جګړې مسوول بللی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ډونالډ ټرمپ پر خپله ټولنیزه رسنۍ لیکلي: «له ټاکنو پرته دېکتاتور! زېلېنسکي باید ژر اقدام وکړي، ګنې هېواد به له لاسه ورکړي.»

د ټرمپ یادو څرګندونو ته د اوکراین بهرنیوچارو وزیر انډري سیبیا ویلي، هېڅوک دوی نشي اړ کولای شي چې هېواد چا ته تسلیم کړي.

د نوموړي په وینا، له خپلو حقونو به دفاع کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره وویل چې ښايي روانه مياشت د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتین سره وګوري او د جګړې پړه يې، پر اوکراین ورواچوله.

ټرمپ په يوې خبري ناسته کې همداراز ويلي چې اوکراین بايد دا جګړه هېڅکله نه‌وای پيل کړې. «تاسو بايد تړون کړی وای، زه به د اوکراين لپاره تړون وکړم.»

نوموړي زياته کړه چې د يادې جګړې پای ته رسولو لپاره ځواک لري او په وینا يې، دی به يې، پای ته ورسوي.

هغه وويل: «زه فکر کوم چې د دې جګړې پای ته رسولو لپاره ځواک لرم او ښه هم روان دی، خو دې ورځو کې زه اورم چې ځينې وايي، اه، موږ ته چا بلنه رانکړه، تاسو درې کاله هلته وی، تاسو بايد پای ته رسولې وه.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ټرمپ له دې وړاندې هم په وار وار د اوکراین او روسیې د جګړې پر پای ته رسولو ټينګار کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام