Asset 1SWN

سلام وطندار

هلمند کې معلولان: کلني حقوق مو کم او په ځنډ راکول کېږي

ویلچر

په هلمند کې یوشمېر معلول لرونکي شکایت لري چې کلني حقوق «معاش» یې، کم شوي او د پیسو د ورکړې بهیر یې هم ځنډنی دی.

د دوی په وینا، د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته یې، حقوق د پخوا په پرتله د پام وړ کم شوي او حتا د کورنۍ اړتیاوې یې، پرې نه برابرېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هلمند کې یوه معلول محیب‌الله وویل: «زموږ غوښتنه دا ده چي زموږ حقوق دې د پخوا په څېر پر یو ځای پوره ۶۰زره راکړي، څو زموږ اړتیاوې پرې پوره شي. اوس چې څوک ډېر لږ معیوب وي، هغه ته هم ۱۸زره او پنځه سوه ورکوي او زه چي اتیا سلنه معیوب یم ماته هم همدومره راکوي دا زموږ نه بسیږي.»

یوه بل معلول نطرمحمد هم وویل: «زموږ معاشونه اکثره وخت ځنډېږي، نور وختونه موږ ته په شپږ میاشت کي معاش راکول کېده. بیا درې میاشتې شو؛ اوس بیا ځنډېدلی. دوکانداران زموږ سره قرض زموږ د معاش په اعتبار کوي.»

د هلمند د شهیدانو، معلولانو او معیوبینو چارو ریاست مسوولان بیا وایي، پخوا به ملکيانو ته د میاشتې ۵۰۰۰ افغانۍ ورکول کېدې او پوځي معلولانو معاش بیا د دوی رتبو پورې تړاو درلود.

د یاد ریاست مالي او اداري مدیر سلطان‌محمد سلطاني وویل: «پخوا ملکي معلول په ۵۰۰۰ معلوم معاش درلود ، نظامی معلولینو ته د دوی د رتبې په اساس معاش ورکول کېده، خو د امارت په راتګ سره هغه معلول چي د بدن د یوه غړي معلول وي، معاش درې زره ته ټیټ شوی او هغه معلول چي درې غړي یې، ستونزه ولري، هغه ته اته زره ورکول کېږي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په ورته مهال د دغه ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې نن دوشنبه، سلواغې ۲۹مه، د یوه مرستندویه بنسټ په مالي ملاتړ، ۳۰۰ معلولانو او معیوبینو ته ویل‌چرونه او هر کس ته ۱۰۰۰ افغانۍ نقدې مرستې ورکړل شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام