د ننګرهار پاسپورت امريت د روان کال په لسو میاشتو کې شاوخوا ۳۸۲ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
د ننګرهار امنیې قومنداني مرستيال محمدطاهر مبارز وايي، د تېرو لسو مياشتو پرمهال په دې ولایت کې ۶۵زره او ۴۹۵ کسانو ته پاسپورتونه وېشل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، د وېشل شویو پاسپورټونو له درکه ۳۸۱ ميليونه، ۷۸۰زره او ۱۴۰ افغانۍ عوايد راټول شوي دي.
د مبارز په وینا، د يادو عوايدو څخه یې، ۱۲۹زره او ۱۹۰ افغانۍ د بهرنيو اتباعو له ويزو څخه ترلاسه کړي دي.
د امنیې قومنداني مرستيال همداراز زیاته کړې چې دغه ولایت کې د پاسپورت چارې په منظم ډول روانې دي او هېوادوال کولای شي چې په انلاين او حضوري ډول د پاسپورت اخیستلو لپاره نومليکنه وکړي.