Asset 1SWN

کابل کې ځانمرګی برید؛ دوه کسان وژل شوي او درې ټپیان دي

وزارت-شهرسازی-و-مسکن-r1frbo4dzzh2nm82ixmc5jwt3zb2q1ahy6cjulv79k

د کور او ښار جوړولو وزارت مخې ته نن پنچ‌شنبه، سلواغې ۲۵مه په شوي ځانمرګي برید کې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د یاد وزارت ویاند محمدکمال افغان رسنیو ته تایید کړه چې برید ځانمرګی دی او بریدګر غوښتل چې دغه وزارت ته ننوځي چې د ساتونکو له‌خوا په نښه شوی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند همداراز وویل چې پېښه کې درې کسان ټپیان شوي او نور چا ته زیان نه‌دی اوښتی.

بل‌خوا د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع له دې وړاندې سلام‌وطندار ته منلې وه چې د یاد وزارت مخې ته شوی برید شنډ شوی دی.

د نوموړي په وینا، بریدګر موخې ته له رسېدو وړاندې په نښه او وژل شوی دی. تراوسه د دغه برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی.

دغه برید داسې مهال کېږي چې روانه اوونۍ په کندوز کې هم د یوه ځانمرګي برید پرمهال پنځه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په هغه برید کې اووه نور کسان بیا ټپیان شوي هم وو. په کندوز کې د شوي ځانمرګي برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام