د میدانوردګ د پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې(UNICEF) له لوري د دغه ولایت په ۷ ولسوالیو کې ۷ بابه ښوونځي تر بیارغونې وروسته پرانېستل شول.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست له لوري سلام وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ښوونځي سږکال د یاد ولایت په مرکز میدانښار او لروپرتو لسوالیو کې بیارغول شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د یادو ښوونځیو په بیارغونه کې د ښوونځیو احاطوي دیوالونه، لمریزه برښنا سېستم برابرول، د څښاک پاکو سیستم، عصري تشنابونه جوړول او همدارنګه د ودانیو رنګول شامل دي.
هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(UNICEF) له لوري ورته ښوونځي بیارغول شوې دي.