له ۲۱ ځوانانو سره د سلاموطندار مرکې ښيي چې د خپلو اولادونو د هدفونو او پرېکړو نیولو په تړاو د دوی د کورنیو لیدلوری، د ځوانانو پر وړتیا او انګېزې ژوره اغېزه لرلې او ځینو برخو کې یې، ځوانان له خپلو هیلو راګرځولي دي.
ځوانانو په دې راپور کې ویلي چې د کورنیو لیدلوری یې، د نورو هېوادونو د فرهنګ تر اغېزو لاندې د راتلو وېره، د ماتې وېره او ټولنې پروړاندې دودیز لیدلوری دی.
د یادو ځوانانو په وینا، د کورنیو لیدلوری یې، لامل شوی چې خپلو موخو ته ونهرسېږي او ژوند کې له ټولنیزو او فرهنګي محدودیتونو سره مخ شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
که څه هم په دې راپور کې ځوانانو د خپلې کورنۍ له ملاتړ ستاینه کړې؛ خو ویلي یې دي چې د کورنیو محدود لیدلوری یې، د دوی د نوښت، د فکر محدودیت، د ګواښمنلو بېوسي او د ودې او پرمختګ د مخنیوي لامل شوی دی.
له ۲۱ ځوانانو سره چې په دې راپور کې ورسره مرکې شوي، یوولس یې د کار او لس یې، د ښوونې او لوړو زدهکړو رشتې ټاکنې برخه کې د کورنیو د لیدلوري له محدودیت سره مخ شوي دي.
د کابل اوسېدونکی ۲۳کلن فرزاد حارث وايي چې د کورنۍ په خوښه یې، د رسمي کار لرلو له امله له شخصي کار لاسه اخیستی دی. «کورنۍ مې په دې باور ده چې زه یې نشم کولای؛ وايي، نورو څه توره وکړه چې ته به یې، وکړې؛ هغه کس وګوره چې دې لاره کې یې، زیان لیدلی؛ خو دې ته فکر نکوي، که دا ځوان دې لاره کې مخکې لاړ شي، ښايي بریالی شي.»
د حارث په وینا، ډېری کورنۍ پرته له دې چې د خپلو اولادونو وړتیاوو ته پام وکړي، په دودیز فکر د خپلو اولادونو د نوښتونو او انګزې د کمښت لامل کېږي. « کورنۍ وايي، داسې یوه رشته ولولې چې اووه او اته زره افغانۍ معاش ولري؛ همدا ده چې د ځوان فکر په همدې باور لهمنځه ځي.»
د بامیان اوسېدونکې ۲۴کلنه دینا وايي، غوښتل یې، پوځي برخه کې کار وکړي، خو د کورنیو لیدلوري له امله خپلې دې موخې ته ونهرسېده. «افغانستان کې ډېری نارینه نظامي برخه کې و، ښځو کار نهکاوه؛ ما غوښتل دې برخه کې کار وکړم؛ د کورنۍ له لوري مې محدودیت و او راته ویل به یې، دې برخه کې کار کول ښه نهدی.»
یوشمېر نور مرکه شوي ځوانان وايي چې ټولنه کې واکم دودیز فکر له امله یې، د خپلې خوښې پوهنځی نهدی لوستلی. دوی وايي، د کورنۍ له حده ډېر زړهسواندي او راتلونکې ته ډېره اندېښنه، لامل شوې چې دوی خپله فردي استقلالیت له لاسه ورکړي.
د کابل اوسېدونکې ۲۲کلنه مریم وايي چې د کورنۍ خوښه یې نهوه او له همدې امله د خبریالي برخه کې له زدهکړو محرومه شوه. «ورور او مور مې مخالفت وکړ او وویل چې دې برخه کې باید زدهکړې ونهکړم؛ وروسته له هغې چې فارغه شې او رسنیو کې کار وکړې، وايي، خلک خبرې کوي چې د فلاني لور ټلوېزیون کې کار کوي.»
دغه ځوانان زیاتوي چې د کورنۍ لیدلوری او له حد ډېره اندېښنې د دوی د ژوند د مسیر د بدېلېدو لامل شوی دی.
افغانستان کې واکمنو ارزښتونو پر بنسټ، ځوانان هڅه کوي چې د خپلو موخو رسېدو پرځای د کورنۍ غوښتنو پوره کولو پسې لاړ شي؛ هغه څه چې ډېری وخت ځوانان تر رواني فشار لاندې راولي.
د بلخ اوسېدونکی فرهاد حبیبزاده وايي: «کله اړ یو چې د ځان، کورنۍ او ټولنې ته ترمنځ یو وټاکو؛ هغه څه چې ډېری وخت ورسره ستونزو سره مخ شم؛ د ډېرو پیسو لرلو دنده چې د کورنۍ تمه ده، ډېری وخت ما تر فشار لاندې راولي او د وېرې او اضطراب مې نیسي.»
د بغلان اوسېدونکې شایسته بیا وايي چې کورنۍ او ټولنه کې بېلابېل لیدلوری لامل شوی چې ټاکنې یې، محدودې شي. «د ټولنې زیانمنونکی قشر مېرمنې دي؛ هغه څه چې د ځوانانو د وېرې لامل کېږي، ټولنه کې ناسم باورونه دي چې ځوانان له خپلو موخو لرې کوي.»
یوشمېر ارواپوهان بیا وايي چې ټاکنو کې محدودیت، د کورنۍ او ټولنې فشارونه او کاري فرصتونو ته نهلاسرسی، ځوانانو کې د ژورخپګان او ناهیلۍ لامل شوی دی.
ارواهپوه محمدبلوچ وویل: «د کورنۍ مخنیوی، په ځانګړې توګه هغه کورنۍ چې مستبدانه وي، له رواني اړخه منفي اغېزې لري پر ځوانانو او دا د ژورخپګان، اختلالت او نورو لامل کېږي.»
د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت ویاند سیفالاسلام خېبر وايي چې یاد وزارت هڅه کوي، څو د ځوانانو د کورنیو او ټولنې ستونزې حل کړي. «موږ د عامه افکارو پوهاوي لپاره کار کوو او پر ځوانانو مو تمرکز دی چې دوی علمي او حرفوي برخو ته وهڅول شي؛ ټول محتسبان په دقت کار کوي او ورته دا اسانتیاوې برابروي چې خپل کار په سمه توګه مخته یوسي.»
د ځوانانو کار، زدهکړو او ټاکنو په تړاو د کورنیو لیدلوری کولای شي چې د ځوانانو د پرمختګ او ودې مخه ونیسي او د دوی انګېزه مړه کړي.