Asset 1SWN

سلام وطندار

کلمبیا کې د درېوو ورځو پرمهال ۸۰ کسان وژل شوي

OIF

د کلمبیا چارواکي وايي چې د یاد هېواد په شمال کې د یاغي ازاد ملي پوځ او یوې بلې ډلې ترمنځ د سولې خبرو له ناکامېدو وروسته د نښتو پرمهال ۸۰ کسان وژل شوي دي.

یادې ډلې په شمال‌ختیځ «کاټاټمبو ایالت» کې پر خپلې یوې سیالې ډلې برید کړی چې له امله دې سیمه کې د تېرو درېوو ورځو راهیسې ۸۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پېښه کې هغه کسان هم وژل شوي چې د یادو ډلو ترمنځ یې، د سولې خبرې پرمخ وړې. د ملکیانو ترڅنګ د کلمبیا پوځ ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې.

د نښتو له امله زرګونه کسانو سیمې پرېښې او یوشمېر نور بیا د خونديتوب لپاره نږدې غرونو ته پورته شوي او د مرستو په تمه دي.

د یادې سیمې والي ویلیام وېلامېزر وايي چې سلګونه کسان ټپیان شوي او شاوخوا ۵۰۰۰ کسان د یادو تاوتریخوالو له کبله، بې‌ځایه شوي دي.

هغه د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې. د کلمبیا پوځ بیا سیمې ته ۵۰۰۰ سرتېري لېږلي، څو وضعیت کابو کړي.

د کلمبیا په شمال کې بېلابېلې وسله‌والې ډلې وخت ناوخت پر یوه بل پراخ بریدونه کوي چې  په‌کې ملکیانو ته هم زیانونه اوړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

یادې ډلې د نشه‌يي توکو کاروبار کوي او تر ډېره یې، جګړه هم د نشه‌يي توکو قاچاق او کاروبار وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام