غزه کې د اوربند له اعلان وروسته لاهم د اسراییلو بریدونه دوام لري او په تازه بریدونو کې څه باندې ۱۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په وژل شویو کې ۲۷ ماشومان او ۳۱ ښځې شاملې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بریدونه د غزې شمال، لوېدیځ او نورو سیمو کې شوي دي. د اوربند له اعلان وروسته غزه کې تر دې مهاله ۱۱۳ کسان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.
غزه کې د ملکي دفاع اداره بیا وايي چې د اوربند له اعلان وروسته ۱۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۶۴ نور ټپیان دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، ۸۷ کسان یوازې په غزه کې د اسراییلو د بریدونو له امله وژل شوي او پاتې نور خانیونس، رفح او نورو سیمو کې وژل شوي دي.
پر غزې د اسراییلو د بریدونو پیل راهیسې تر دې مهاله ۴۶۷۸۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۱۰زره نور ټپیان دي.