که څه هم غزه کې د اوربند ټينګښت لپاره منځګړو د حماس او اسراییلو ترمنځ هوکړې ته د رسېدو خبره کوي، خو له بېګاه راهیسې د اسراییلو بریدونو له امله ۴۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
بېګاه شپه ناوخته منځګړو اعلان وکړ چې اسراییل او حماس غزه کې د اوربند پر ټينګښت هوکړه کړې. له دې اعلان وروسته غزه کې ګڼشمېر کسان لارو او کوڅو ته راووتل او د اوربند نمانځنه یې وکړه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د حماس یوه چارواکي عزت الرشق ویلي، د قطر پلازمېنې دوحه کې د شوې هوکړې له مخې به اسراییل له غزې وځي، بېخایه شوي به خپلو کورونو ته ستنېږي او جګړه به د تل لپاره پای ته رسېږي.
بلخوا د اسراییلو کابینه بیا چمتووالی نیسي چې د اوربند دې هوکړې رایه وکاري او که مثبته رایه وکارول شي، نو اوربند به د روانې جنورۍ میاشتې له ۱۹مې پلی شي.
پر غزې د اسراییلو له شاوخوا ۱۵ میاشتو بریدونو او کلابندیو وروسته، د اوربند دې هوکړې ته د نړۍ ګڼشمېر هېوادونو او مشرانو غبرګون ښودلی او د اوربند پر پليکېدو یې، ټينګار کړی دی.
شهاب نیوز خبري اژانس راپور ورکړی چې د غزې په مرکزي سیمه کې پر یوه کور د اسراییلو هوايي برید له امله څلور کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
همداراز د غزې په شمال کې بیا سرچینو ویلي چې د اسراییلو د یوه مرګوني برید پرمهال ۴۰ کسانو ژوند بایللی دی.
په وژل شویو کې تر ډېره ماشومان شامل دي.