د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د اقلیمي بدلون یا کاپ۲۹ نړیوالې غونډې د پایلو ارزولو په موخه د اقلیمي بدلون یو ورځنی ملي کنفرانس نن چهارشنبه، مرغومې ۲۶مه» کابل کې جوړ شو.
د اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیعالحق خالص غه کنفرانس ته وویل، د اقلیم بدلون یوه نړیواله موضوع ده چې ګډو هڅو ته اړتیا لري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د اقلیمي بدلون د اغېزو کمولو په برخه کې افغانستان سره همکاري وکړي. «افغانستان د زیانمنو هېوادونو په توګه شمېرل کېږي، موږ څه کار کولای شو؟ کولای شو چې له پوهانو غوښتنه وکړو چې دې برخه کې حل لارې وړاندې کړي، څو د کاپ راتلونکې ناستې ته اماده واوسوو.»
د بهرنیو چارو وزارت مسوولانو له نړیوالو وغوښتل چې د چاپېریال ساتنې مسایلو ته له سیاست سره تړاو ور نهکړي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي وویل: «د کاپ راتلونکې ناستې ته د افغانستان استازی وروبلل شي، څو د افغانستان ستونزې هلته مطرح شي او افغانستان ډېرو ستونزو سره مخ دی او که چې باید باران وورېږي، نهکېږي او کله چې مېوې پخېږي، باران ورېږي چې د اقلیمي بدلون ستونزې دي او افغانستان ترې زیانمن دی.»
د اقتصاد او د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارتونو مسوولان هم د خوړو نهخوندیتوب، اجباري کډوالۍ او وچکالي د اقلیمي بدلونونو ناوړه پایلو څخه بولي.
د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري وویل: «د اقلیمي بدلون یوه اغېز د خوړو نهخوندیتوب دی او روغتیايي ستونزې یې، له عواملو څخه دي او موږ د زور له کډوالۍ سره مخ یوو او دا ستونزه ملي او نړیوالو همکاریو ته اړتیا لري.
بلخوا د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي منابعو مرستیال بازمحمد فیضان وویل: «افغانستان یو کرنیز هېواد دی او که پر وخت باران او واوره ونشي او د اوبو سرچینې کمې شي، نو طبیعي ده چې بڼوال به زیان وویني.»
افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ یوناما مشرې رزوا اوتنبایوا هم کابل کې د اقلیمي بدلون کنفرانس ته وویل، د افغانستان د اقلیمي بدلون مسله د دغه سازمان په لومړيتوب کې ځای لري.
هغې وویل، هڅه کوي چې د اقلیمي بدلونونو نړیوالو غونډو کې د اسلامي امارت یو استازی هم ګډون ولري. «افغانستان د اقلیمي بدلون له اغېزو زیانمن شوی او تر ډېره ښځې او ماشومان اغېزمن شوي چې د کنفرانس د دوام غوښتنه یې، وکړه او له نړیوالو یې غوښتنه وکړه چې دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي. افغانستان کې د اقلیم بدلون د ملګروملتونو له لومړیتوبونو دی او هڅه کوو چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې غږ تر نړۍ ورسوو، څو دې ناستې ته وروبلل شي.»
د چاپېریال ساتنې ادارې د شمېرو له مخې، تېرو څو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو له امله د هېواد ۱۸۱ کیلومتره یخچالونه لهمنځه تللي، ۱۴۹ ډوله حیوانات او نباتات د لهمنځه تلو خطر سره مخ دي او دوه میلیون او ۵سوه زره کسان هم بېځایه شوي دي.