Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې د درې ولایتونو په کچه د «سوک وهنې» سیالي پای ته ورسېدې

a419ab49-27ef-48c6-9198-11b8c4d31e7f

د لوګر د بدنې روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي چې د سوک وهنې فدارسیون له لوري په مرکز پل‌علم کې درې ولایتونو په کچه ژمنۍ سیالي ترسره شوې.

د دغه ولایت د بدنې روزنې او ورزش امریت امر انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، دغه سیالي په مرکز پل‌علم کې د لوګر په کوربه‌توب د غزني او پکتیا ولایتونو ترمنځ د دوه ورځو لپاره جوړې شوې وې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نعیم‌زي زیاته کړه، د ژمنیو سوک وهنې سیالیو کې لومړی مقام لوګر، دویم مقام پکتیا او درېیم مقام غزني خپل کړ.

ده هغه په وینا، «له یادو سیالیو څخه په موخه سوک وهنې ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول او همدارنګه د غوره لوبغاړو پېژندل وو او هڅه کوو راتلوونکې کې ورته سیالۍ بیا هم په لاره واچوو.»

 د سوک وهنې ورزش یوه ورزشکار عبدالله سلام‌وطندار ته وویل، خوښ دی چې لوګر کې د درېوو ولایتونو په کچه د سوک وهنې سیالي جوړې شوې.

هغه وویل، په جوړو شویو سیالیو کې د یادو ولایتونو لسګونه غوره او پېژندل شویو ورزشکارانو او مینوالو ګډون کړی وو.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هیره دې نه وې چې د یادو سیالیو په پای کې په غوره لوبغاړو بیلابیلې ډالۍ هم ووېشل شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام