Asset 1SWN

سلام وطندار

د کندهار تخته‌پل کې په ۸۰۰زره افغانۍ د اوبوذخیره کولو حوضونه جوړېږي

IMG-20250111-WA0111

د کندهار په تخته‌پل ولسوالي کې په ۸۰۰زره افغانیو د اوبو زېرمه کولو لپاره «حوضونه» جوړېږي.

یاد حوضونه د کندهار کرنې ریاست د پراختیایي بودیجې په مرسته او د یو خصوصي شرکت په تخنیکي همکاري د تخته‌پل ولسوالي د څادرګه او تنګي سیمو کې د اوبو ذخیره‌کولو دوه حوضونه جوړېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادو حوضونو په جوړېدو سره به د کرنیزو او څارویو د اوبو ستونزه تر ډېره هواره شي.

د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وایي چې دغه حوضونه به د ۸۰۰زره افغانیو په ارزښت په پایښت‌لرونکي او تخنیکي توګه جوړ شي.

د یادو حوضونو اوږدوالی ۴۰ متره، پلنوالی ۳۰ متره او لوړوالی یې ۱.۵ متره ښودل شوی دی. د دې چارو عملي کار به د روانې اوونۍ پرمهال پیل او په یوه میاشت کې به بشپړې شي.

د ودانیزو چارو پرمهال به پنځه مسلکي او ۵۵ غیرمسلکي کسانو ته د کارکولو زمینه هم برابره شي. د دې حوضونو جوړېدو سره به د تخته‌پل ولسوالۍ د کرنیزو ځمکو او څارویو د اوبو ستونزه هواره شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

بل‌خوا بزګران او مالداران د دې پروژې هرکلی کوي او د کرنې ریاست له دې نوښت څخه خوښي څرګندوي، خو غوښتنه کوي چې ورته نورې پروژې دې هم زیاتې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام