Asset 1SWN

سلام وطندار

اسراییلو په غزه کې د درېوو ورځو پرمهال ۲۰۰ کسان وژلي

Israels-attack-on-Gaza-3-qxfcglvotmtshf7czwdtlznqlci40bscytqcq6h288 (1)

غزه کې چارواکي وايي چې د تېرو درېوو ورځو پرمهال د اسراییلي ځواکونو د مرګونو بریدونو له امله څه باندې ۲۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دوی په وینا، یوازې پرون شنبه، جنورۍ څلورمه د غزې په بېلابېلو سیمو کې یوازې ۷۰ کسانو ژوند بایللی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 ډېری وژل شوي ښځې او ماشومان دي.

الجزیرې خبري شبکې نن یکشنبه، جنورۍ پنځمه راپور ورکړی چې اسراییلو له تېرو درېوو راهیسې د غزې هغه سیمې په نښه کوي چې بې‌ځایه شوي پکې مېشت دي او یا هم د خلکو ګڼه ګوڼه وي.

له جمعې راهیسې دا درېیمه پرله‌پسې ورځ ده چې اسراییلي ځواکونو د مرګونو بریدونو نوې څپه پیل کړې.

اسراییلو ځواکونو غزه کې د کمال ادوان روغتون له نړولو وروسته دوو نورو روغتنونو ته هم امر کړی چې روغتونونه خوشې کړي.

د بریدونو له وېرې ګڼ‌شمېر خلک د غزې له سوېل څخه شمال ته پناه وړي، خو د تګ دغه چاره یې، د اسراییلي ځواکونو د کلابندۍ او هوايي بریدونو له امله تر ډېره ناشونې برېښي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

غزه کې دا مهال ډېری کسان لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري او د نړیوالو مرستندویه بنسټونو په وینا، زرګونه فلسطینیان له سختې لوړې سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام