Asset 1SWN

سلام وطندار

د لوګر اوسېدونکو له پوهنې ریاست سره پنځه میلیونه افغانۍ مرسته کړې

sdcd

د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې سږکال د دغه ولایت سوداګرو، شتمنو او عامو خلکو له پوهنې ریاست سره پنځه میلیونه افغانۍ مرسته کړې.

د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته وویل، «دا مرستې د پوهنې ریاست ، د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمریتونو، د ښوونځیو ادارو او د ښوونځیو له شوراګانو سره په همغږۍ د پوهنې بهیر د ښه کولو ، زده کوونکو ته د زده کړو لازم چاپېریال برابرولو او د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو هوارولو په موخه شوې دي، چې ټولیز  ارزښت  یې شاوخوا ۵ میلیون افغانۍ اټکل شوی دی.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عرب زیاته کړه، د ترسره شوېو مرستو له لارې ، ښوونځیو ته درسي ټولګي، اداري خونې ، د احاطې دېوالونه او نور اړین ملحقات جوړ شوي، دیني مدرسو او ښوونځیو ته د ودانیو جوړېدو لپاره ځمکې وقف او په بیه اخیستل شوي، زده کوونکو ته درسي کتابونه او درسي مواد برابر شوي، ښوونکو او زده کوونکو ته د پاکو اوبو برابرولو په موخه د اوبو څاه ګانې کېندل شوي، د لمریزې برېښنا سیستمونه فعال شوي او هم زده کوونکو ته د وړیا زده کړو ژمني کورسونه فعال شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې تېر کال هم د لوګر ولایت سوداګرو او عامو خلکو له پوهنې بهیر سره د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته کړې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام