د هلمند په کجکي ولسوالي کې د ۶.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو لپاره د یوې شبکې د جوړېدو چارې بشپړې شوې.
د اوبو دغه ذخیره د هلمند د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست تر څار لاندې او د یونېسف ادارې په مالي ملاتړ، د کجکي په لویه نېچه کلي کې جوړه شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض وايي، په یاده پروژه کې ۲۰متره مکعبه په ظرفیت د اوبو ذخیره جوړه او سربېره پر دې د لمریزې برښنا ۲۴ دړې، ۲۷۹۰ متره پایپ او ۱۰۷ نلکې لګول شوي دي.
په دغه پروژه کې لسګونه کسانو ته د کارکولو زمینه هم برابره شوې وه. د یادې شبکې په بشپړېدو سره د لویې نېچې سیمې د ۲۱۳ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ستونزه هواره شوه.
د هلمند د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ د یونېسف ادارې په مالي ملاتړ د پاکواوبو د برابرولو ګڼې پروژې پلې کړې دي.
دغه ډول پروژې نه یوازې د خلکو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره ګټورې دي، د سیمې اوسېدونکو لپاره د کاري فرصتونو زمینه هم برابروي.