Asset 1SWN

سلام وطندار

روسیې دغه هېواد کې د «وایبر» پر کارونې بندیز ولګاوه

AA1vOLsu

د روسیې د ارتباطاتو د څار ادارې «رسکومنډازور» مسوولان وايي چې یادې ادارې روسیه کې د پیام رسولو «وایبر» اپ پر کارونې بندیز لګولی دی.

د یادې ادارې مسوولانو په وینا، دغه پرېکړه یې، د ترهګرۍ ، افراط‌‌‌پالنې او نشه‌يي توکو پېر او پلور مخنیوي اړوند قوانینو څخه د سرغړونې په غبرګون کې کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

راکوتین ګروپ چې وایبر پورې اړه لري، تراوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي. د راکوتین ګروپ بنسټ‌ګر او اجراییه مشر هېروشي میکیتاني بیا دا د روسیې پروپاګندا بللې.

میکتیاني تېرکال رویټرز سره په یوې مرکه ویلي و چې دوی به د روسیې جعلي خبرونه بند کړي. «د نورو ټولنیزو رسنیو پر خلاف، موږ په روښانه توګه دا ویلي چې د روسیې د درواغو اخبار  تبلیغات به بند کړو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه اوکراین ته د سفر پرمهال له رویټرز سره دغه مرکې کړې وه. روسیې له دې وړاندې یوشمېر نورې ټولنیزې رسنۍ هم بندې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام