د امریکا پوځ وايي چې په عدن خلیج کې د حوثیانو له لوري د دوی پر بېړیو د شویو بریدونو مخه یې نیولې.
د امریکا مرکزي قومنداني «سنتېکام» چې منځنی ختیځ کې د امریکا پوځي فعالیتونه څاري، ویلي، دوو کښتیو له یمن توغول شوي توغندي او بېپېلوټه الوتکې په نښه کړي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دې کښتیو د امریکا اړوند درې سوداګریزې کښتې سکوټ کولې چې د حوثیانو تر برید لاندې راغلې. په دې برید کښتیو ته زیان نهدی اوښتی.
امریکا په داسې حال کې له څو میاشتو راهیسې له حوثیانو سره ډزې تبادله کوي چې یاده ډله هڅه کوي، څو د سره سمندر له لارې د تلونکو سوداګریزو بېړیو مخه ونیسي.
حوثیان وايي، دغه هڅه یې، پر اسراییلو او امریکا د فشار راوستلو له امله ده، څو دوی غزه کې روانه جګړه پای ته ورسوي. امریکا د اسراییلو له کلکو ملاتړو شمېرل کېږي.
امریکا وايي، د روان کال پیل کې د دوو میاشتو پرمهال حوثیانو شاوخوا ۲۷ بریدونه کړي دي. د یمن حوثیانو همداراز پر اسراییلو د دوشنبې ورځې برید مسوولیت هم منلی دی.