د اسراییلو پوځ وايي چې د تېرو ۴۸ ساعتونو پرمهال یې، سوریه کې ۴۸۰ بریدونه کړي دي.
دغه بریدونه د سوریې ځواکونو اړوند د وسلو تولید مرکزونو، د هوايي دفاعي سېسټم او جنګي بېړیو لهمنځه وړو لپاره شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اسراییل له کلونو راهیسې ادعا کوي چې سوریه کې د ایران پوځي اهدافو لهمنځه وړو لپاره بریدونه کوي، خو ایران وايي، سوریه کې کوم پوځي نهلري.
خو له دې پرته اسراییل د سوریې پوځ اړوند پوځي تجهیزات له دې امله په نښه کوي او لهمنځه وړي چې د دوی په وینا، دغه پوځي تجهیزات به د افراطي ډلو لاس ته ورشي.
اسراییل همداراز له ۵۰ کلونو وروسته سوریې ته خپل پوځيان لېږلي او د جولان لوړو کې ځای پر ځای شوي دي.
یاده سیمه په ۱۹۷۴ کې د ملګروملتونو په منځګړيتوب غیرنظامي سیمه پېژندل شوې وه چې اسراییل له سوریې جلا کوي.