سوریه کې د بشارالاسد په مشري د حکومت له نسکورېدو وروسته د اسراییلي ځواکونو ټانکونه له ۵۰ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره دغه هېواد ته ورننه شول.
اسراییلو اعلان کړی چې سوریه کې د وسلهوالو مخالفو د بریدونو په غبرګون کې دغه هېواد کې خپل پوځي حضور پیاوړی کوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اسراییلي ټانکونه له ۱۹۷۴ راهیسې په لومړي ځل خپل ټانکونه پولې هغې خوا سوریې ته استولي دي.
سوریې ته د اسراییلي ټانکونو ننوتلو موخه د سوریايي ځواکونو او ملکیانو څخه ساتنه ښودل شوې.
د اسراییلو د کډوالو چارو وزیر امیچای چیکلي وړاندې ویلي و، اسراییل باید سوریې سره د ۱۹۷۴ کال پرمهال د شوي اوربند پر بنسټ، د جولان په لوړو په حرمون غره کې نوې دفاعي کرښه رامنځته کړي.
اسراییلو په ۱۹۶۷ کال کې د سوریې د جولان لوړې سیمې ونیولې او ۱۹۸۱ کال کې یې، له اسراییلو سره یوځای کړې.