Asset 1SWN

سلام وطندار

زابل کې پر ۱۰۰ بې‌سرپرسته کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول

IMG-20241202-WA0074

د زابل د شهیدانو او معلولانو چارو ریاست د مرکز قلات ښار پر ۱۰۰بې‌سرپرسته یتیمانو او اړمنو کورنیو څلورډوله خوراکي توکي ووېشل چې په‌کې ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۱۰ کیلوګرامه غوړي، ۲۰ کیلوګرامه لوبیا او ۱۰ کیلوګرامه بوره شامل وه.

د شهیدانو او معلولانو چارو رییس ملا عبدالحکیم دانش وویل: «یاد کمک زموږ د وزارت له‌خوا شوی او زموږ هڅه دا ده چې اړمنو کورنیو ته د اړتیا وړ توکي په وخت ورسول شي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغو مرستو په ترلاسه کولو سره اړمنو کورنیو د وزارت له دې ګام څخه مننه وکړه او په وینا یې، دا ډول  مرستې د بې‌سرپرسته یتیمانو او اړمنو لپاره یو لوی ملاتړ ګڼل کېږي.

د زابل د شهیدانو او معلولانو چارو ریاست مسوولانو په وینا، په دې هڅه کې دي چې په راتلونکې کې هم د اړمنو کورنیو سره لا زیاتې مرستې وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

بل‌خوا اړمنې کورنۍ هیله لري چې دا ډول مرستې دې دوام ومومي او د بې‌وزلو اړتیاوې د دې ډول مرستو له لاري تر یو بریده پوره کېدای شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام